د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۳۳

افغان سوداګر په ترکیه کې د کانونو د برخې په نندارتون کې ګډون کوي


ځیني افغان سوداګر په ترکیه کې د کانونو د برخې په یوه نندارتون کې برخه اخلي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغه نندارتون کې یو شمېر افغان سوداګر هم ګډون کوي.

ښاغلي پسرلي وویل:

"افغانستان د ماشین الاتو د تولید، د کانونو د کېندنې، پروسس او ډېزاین په برخو کې، تر نورو هېوادونو ډېر زیات ضرورت لري، موږ کولای شو، په دغه نندارتون کې د ترکیې او نورو هېوادونو له سوداګرو سره په هېواد کې د فرصتونو په اړه خبرې وکړو."

ښاغلي پسرلي وویل، دغه نندارتون د اکټوبر په ۱۸ مه پرانېستل کېږي او په پای کې به افغان سوداګر له بهرنیو سوداګرو سره ځیني تړونونه هم لاسلیک کړي.

XS
SM
MD
LG