د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۹ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۴۶

په کابل کې نن د معلوماتو شریکولو دوهم ملي کنفرانس جوړېږي


په کابل کې به نن شنبه په اغېزمن ډول د معلوماتو د شریکولو دوهم ملي کنفرانس جوړ شي.

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو اداره وايي، په دې کنفرانس کې کلیوالو سیمو ته په اغېزمن ډول د معلوماتو د رسولو پر لاروچارو خبرې کېږي.

د دې ادارې ویاندې، منیرې یوسف زاده بېګا ازادي راډیو ته وویل:

"موږ غواړو چې د کلیو او بانډو په کچه د معلوماتو رسولو پر اغېز او لارو چارو خبرې وشي، د حکومتي ادارو د یو شمېر ویندویانو پر تېروتنو، د هغوی پر ستونزو او هغو توقعاتو به چې رسنۍ یې د خبریالانو د مصئونیت له کمېټې لري خبرې کېږي."

په کابل کې په پېلدونکي درې ورځني کنفرانس کې د حکومتي ادارو ویندویان او د ټولو ولایتونو مطبوعاتي مسئولان برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG