د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۰:۲۲

روسیه وايي د ځینو امریکايي رسنیو پر فعالیت محدودیتونه لګوي


د کریملېن چارواکو پرون جمعه یو وار بیا خبرداری ورکړ چې د امریکا یو شمېر رسنۍ چې په روسیه کې فعالیت کوي، محدودیتونه ولګوي.

دا اقدام په امریکا کې پر روسي رسنیو د فشارونو په ځواب کې پلان شوی دی.

د کریملېن ویاند دیمیتري پېسکوف پرون وویل چې په امریکا کې پر روسي رسنیو د فشارونو د زیاتېدو په صورت کې به د روسیې حکومت په متقابل اقدام لاس پورې کړي.

دیمیتري پېسکوف وویل چې د دولتونو ترمنځ د متقابل اقدام د اصل پر بنا، دا امکان نه شي ردولائ چې په روسیه کې د فعالو امریکايي رسنیو پر وړاندې به غبرګون څرګند شي.

په امریکا کې د قانون د حاکمیت ادارو د دوو روسي رسنیو، سپوتنیک ویب پاڼې او «ار-ټي» ټلوېزیون د فعالیت په اړه څېړنې پېل کړې دي.

د امریکا د استخباراتي ادارو په يوه رپوټ کې ویل شوي چې د «ار،ټي» ټلوېزیون له خپرونود امریکا د جمهوري ریاست پر وروستیو ټاکنو د نفوذ د یوې ابتدايي لارې په توګه، کار اخیستل شوی دی.

د روسیې د «ارټي» ټلوېزیون لوګو.
د روسیې د «ارټي» ټلوېزیون لوګو.

د «ار-ټي» ټلوېزیون مالي ملاتړ د روسیې حکومت کوي.

د دې رپوټ له خپرېدو سره په واشنګټن کې د دې لپاره چې «ار-ټي» ټلوېزیون او د روسیې سپوتنیک ویب پاڼه باید د هغه قانون پر اساس، ثبت شي چې نهه اویا کاله مخکې، د نازي چارواکو د پروپاګند د مخنیوي لپاره جوړ شوی و، زیات غږونه اوچت شوي دي.

د سړې جګړې پرمهال، د روسیې ورځپاڼه «پراودا» او تاس خبري اژانس هم د امریکا له لوري د بهرنیو اېجنټانو په توګه ثبت شوي وو.

د روسیې «ار-ټي» ټلوېزیون مدیري مارګریتا سیمونیان تېره میاشت ویلي و چې امریکايي چارواکو امر کړی چې دا چاینل د قانون پر اساس، د بهرنیو اېجنټانو په لېست کې ثبت شي.

خو د امریکا د عدلیې وزارت چې د قانون څارنه کوي، د دې خبر له تائید یا ردولو ډډه کړې ده.

امریکايي څېړونکو د سپوتنیک ویب پاڼې او «ار-ټي» ټلوېزیون د ادارې، اېډېټ او د مسایلو په اړه د هغوی د ژورنالیستیکي پرېکړو د څرنګوالي په اړه د دواړو اژانسونو له یوشمېر پخوانیو کارکونکو او قراردادیانو سره خبرې کړې دي.

ماریا زخاروا
ماریا زخاروا

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زخاروا تېره اوونۍ وویل چې د روسي قانون اجازه ورکوي چې پر دولتي او شخصي مطبوعاتي خپرونو او رسنیو محدودیتونه ولګوي.

د روسیې د جمهور رئیس ویاند، دیمیتري پېسکوف هم پرون ورته څرګندونې کړې دي.

د ازادې اروپا او ازادي راډیو رئیس توماس کینت د جمعې په ورځ د امریکا-هیلسنګي حکومتي کمېسیون ته چې په بهرنیو هېوادونو کې د بشري حقونو څارنه کوي، وویل چې سره له دې چې روسي مطبوعات په امریکا کې ازاد فعالیت لري، په روسيه کې یې پر خپرونو ډېر محدودیتونه لګېدلي دي.

توماس کینت وویل، له دې محدودیتونو سره هم میلیونونه روسان د ازادي اروپا او ازادي راډیو خپرونې اوري او ګوري او داسې معلومېږي چې ښايي روسي چارواکي یې اغېز ته متوجه شوي او د محدودیتونو د زیاتولو هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG