د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۰ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۲۱

د سولې نوبل جایزه د اټمي وسلو د له منځه وړلو کمپاین ته ورکړل شوه


د سولې نوبل جایزه سږکال د اټمي وسلو د له منځه وړلو په هدف نړیوال کمپاین ته ورکړل شوه.

د نوبل کمېټې مشرې بیریت ریس انډیرسن نن د دې جایزې ګټونکی اعلان کړ:

"د نوبل نارویژي کمېټې پرېکړه کړې چې د ۲۰۱۷ کال د سولې نوبل جایزه د اټمي وسلو د له منځه وړلو په هدف نړیوال کمپاین ایکن ته ورکړي."

سږ کال د دې جایزې ګټلو ته ګڼ مخور کسان له هغې ډلې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف او د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې فدریکا موګریني په ګډه کاندیدان وو.

د نوبل کمېټې ویلي ایکن ډلې ته یې دا جایزه د اټمي وسلو د هر ډول استفادې په خاطر بشري ناورین ته د پام اړولو او د دې وسلو د ممنوعیت لپاره د یوه پرېکړه لیک د تصویب په خاطر ورکړې ده.

د اټمي وسلو د له منځه وړلو نړیوال کمپاین د مدني ټولنو ائتلاف دی چې د اټمي وسلو د ممنوعیت د پرېکړه لیک د بشپړ تطبیق په خاطر په ۲۰۰۷ کال کې د څه باندې سلو هېوادونو استازیو جوړ کړه.

XS
SM
MD
LG