د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۵۳

چارواکي: د غزني قره باغ ولسوالي له وسله والو تصفیه شوې


د غزني ولایت امنیتي چارواکي وايي د دغه ولایت قره باغ ولسوالي یې له وسله والو طالبانو څخه تصفیه کړې ده.

د غزني امنیه قوماندان محمد زمان د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د یادې ولسوالۍ د تصفیې پرمهال یې ګڼ شمېر وسله الو ته مرګ ژوبله اړولې ده خو کره شمېره یې یاده نه کړه.

ښاغلي محمد زمان وویل:

"له تېرو ۸ ورځو راهیسي د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه افغان ګډو ځوانولخو هوايي او ځمکني عملیات پیل شوي، اوس یاده ولسوالي له وسله والو طالبانو څخه تصفیه شوې او وسله وال طالبان مو ورڅخه شړلي او یا هم وژلي دي."

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG