د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۲۱

په روسیه کې د یو اورګاډي او بس په ټکر کې ۱۹تنه وژل شوي


په روسیه کې چارواکي وايي، د دې هېواد په ختیځ کې د یو اورګاډي او بس د ټکر په پېښه کې لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي دي.

پولیس وايي پېښه نن سهار درې نیمې بجې د ویلادیمیر اوبلاست سیمه کې د اورګاډي یو سټیشن ته نژدې رامنځته شوې ده.

په سیمه کې د روسیې د کورنیو چارو د وزارت دفتر ویلي، پېښه هغه وشوه چې د قزاقستان د نمبر پلیټ لرونکي یو بس د سره څراغ سربیره غوښتل د اورګاډي له کرښې واوړي.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي په بس کې ۵۵ ازبک سورلۍ او دوه قزاقي ډریوران سپاره و.

پخواني معلومات

په روسیه کې چارواکي وايي، د دې هېواد په ختیځ کې د یو اورګاډي او بس د ټکر په پېښه کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي دي.

پولیس وايي پېښه نن سهار درې نیمې بجې د ویلادیمیر اوبلاست سیمه کې د اورګاډي یو سټیشن ته نژدې رامنځ ته شوې ده.

په سیمه کې د روسیې د کورنیو چارو د وزارت دفتر ویلي، پېښه هغه وشوه چې د قزاقستان د نمبر پلیټ لرونکي یو بس د سره څراغ سربیره غوښتل د اورګاډي له کرښې واوړي.

د روسیې دولتي خبري اژانس تاس د سیمه ییزو روغتیايي چارواکو په حواله د تلفاتو شمېر ۱۹ تنه یاد کړی دی.

روسي رسنۍ وايي چې د پېښې په اړه څیړنې پیل شوې دي.

XS
SM
MD
LG