نیوز ویک مجلې د افغانستان په جګړه کې د امریکايي ځواکونو د ښکېلتیا د بڼې د بدلېدو او اضافي سرتېرو د استولو پر مسئله یوه مقاله خپره کړې ده.
نیوز ویک لیکلي دي:د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټېس د روانې اوونۍ په سې شنبه د کانګرس دوو کمېټو ته د افغانستان د جګړې لپاره د خپل نوي پلان په اړه څرګندونې وکړې.
د مټېس په پلان کې د افغان دولت د وسله والو مخالفانو پر ضد د هوايي ځواک د استعمال پر وړاندې د محدودیتونو لرې کېدل، د اضافي سرتېرو استول، او له افغانستان ځواکونو سره د جګړې په لومړیو کرښو کې د امریکايي سلاکارانو ګډون، شامل دی.
نیوز ویک د جمیز مټېس دا خبره راخیستې ده چې ویلي: تر دې مخکې به هغه مهال امریکايي ځواکونو اقدام کاوه چې دښمن سره به مخامخ شول خو له دې وروسته به امریکايي ځواکونه په هر ځای کې په هغو خلکو پسې ځي چې غواړي پر موږ، ناټو او یا افغان ځواکونو برید وکړي.
بله خبره چې د امریکا د دفاع وزیر د افغانستان د جګړې په اړه په خپل پلان کې یاده هغه د جنګ په میدان کې له افغان ځواکونو سره د امریکايي او ناټو د پوځي سلاکارانو زیاتول دي.
ښاغلي مټېس ویلي هغو افغان ځواکونو سره چې د جګړې په ډګر کې امریکايې او د ناټو سلاکار موجود دي، بریالي کېږي خو هغو سره چې دا سلاکار نه وي زیاتره وخت په جګړه کې نه بریالي کېږي.
انډیپنډنټ:
انډیپنډنټ ورځپاڼې بیا د اروپايي هېوادونو لخوا افغانستان د بېر ته استونکو افغان پناه غوښتونکو په اړه د بخښنې د نړیوال سازمان اندېښنه یاده کړې ده.
انډیپنډنټ لیکي: اروپايي حکومتونو په تېر یوه کال کې شااوخوا لس زره افغان پناه غوښتونکي په داسې وخت کې بېرته افغانستان ته استولي دي چې په دغه هېواد کې د مرګ او شکنجې ګواښونه موجود دي.
ورځپاڼې د بخښنې په نړیوال سازمان کې د کډوالو او پناه غوښتونکو د برخې د مسؤلې انا شیا څرګندونې نکل کړي دي چې وايي: د اروپايي ټولنې دا پالیسي چې د افغان پناه غوښتونکو د استولو لړۍ به پراخه کړي، غیر قانوني ده.
د بخښنې د نړیوال سازمان دې چارواکي ویلي دی پر دې شواهدو سترګې پټول چې د افغاستان هیڅ برخه امن نه ده او تاوتریخوالی په کې زیات دی ،اروپايې هېوادونه بیرته ستونکي کسان د مرګ،شکنجې، اختطاف، او ستونزو له خطر سره مخامخ کوي.
ګارډین:
ګارډین ورځپاڼې هم د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو پر مسئله تمرکز کړی دی او لیکي چې بریتانیه په غیر قانوني ډول د افغان پناه غوښتونکو په ویستلو تورنه شوې ده.
ګارډین لیکي بریتانیې او نورو اروپايي هېوادونو په داسې وخت کې د افغان پناه غوښتونکو د ستنولو لړی درې چنده پراخه کړې ده چې په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي له امله د ملکي وګړو مرګ ژوبله په بې سابقه ډول لوړې سطحې ته رسیدلې ده.