د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۷ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۳۴

غفوري: داعشیانو د قوش تیپې او درزاب زیاتې سیمې له طالبانو نیولي


د جوزجان ولایت چارواکي وايي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش وسله والو د قوش تیپې او درزاب ولسوالۍ ډېری هغه سیمې نیولې دي چې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې وې.

د جوزجان د والي ویاند محمدرضا غفوري په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې د دې ولسوالیو ډېری سیمې له پخوا راهیسې د طالبانو په ولکه کې وې خو د داعش جنګیالیو په تازه جګړو کې نورې سیمې هم لاندې کړې دي:

"هغه سیمې چې طالبان پکې وو، لکه ګردن او شیربیګ داعشیانو له طالبانو څخه نیولي دي، ګردن سیمه یې په بشپړ ډول نیولې او هلته یې ولکه ټینګه کړې ده."

د جوزجان د والي ویاند زیاته کړه چې وسله وال طالبان اوس دا سیمې پریښي او د فاریاب ولایت د دولت آباد ولسوالۍ خوا ته په شا شوي دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG