د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۳۱

روسیې او سعودي عربستان د اړیکو پراخولو ژمنه وکړه


روسیې او سعودي عربستان، مسکو ته د ملک سلمان د سفر په ترڅ کې ژمنه وکړه چې خپل اړیکي به پراخوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین پرون په کریملېن کې د سعودي پاچا ملک سلمان کوربه و.

پوتین خپل مېلمه ته د هرکلي ویلو پرمهال د هغه سفر خورا مهم پرمختګ وباله او ویې ویل، دی ډاډه دی چې دواړه هېوادونه به خپل اړیکي پراخ کړي.

او ملک سلمان په ځواب کې وویل، موږ غواړو د سولې او امنیت او د نړۍ د اقتصادي پرمختګ په ګټه خپل اړیکي پراخ کړو.

د سعودي پاچا او روسیې ولسمشر.
د سعودي پاچا او روسیې ولسمشر.

هغه زیاته کړه چې ریاض د تېلو په مارکېټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ مثبتې همکارۍ ته لېوال دی.

د سعودي عربستان او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو عادل الجبیر او سیرګي لاوروف په یوه ګډه خبري غونډه کې د ولسمشر پوتین او ۸۱ کلن پاچا د خبرو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.

لاوروف وویل، د روسیې او سعودي ترمنځ د انرژۍ په برخه کې همکاري یوازې په دوو اړخیزو پروژو پورې محدوده نه ده.

لاروف په سوریه کې د سعودي د اقداماتو ستاینه هم وکړه:

"روسیه د سعودي عربستان د هغو هڅو ملاتړ کوي چې د سوریې له حکومت سره د خبرو لپاره په یوه اغیزمن چوکاټ کې د وسله والو مخالفینو د یووالي په مقصد یې پیل کړي دي."

او د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر وویل چې مسکو او ریاض پر ګډو اصولو باور لري:

نوموړي زیاته کړه:

د سودي عربستان او روسیې د بهرنیو چارو وزیران.
د سودي عربستان او روسیې د بهرنیو چارو وزیران.

"دواړه هېوادونه ملي حاکمیت، نړیوالو قوانیو او د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې اصولو ته په درناوي باور لري او دواړه لوري د بهرنیانو هغه هڅې ردوي چې غواړي خپل ټولنیز اصول- چې د نورو ټولنو لپاره پردې دي پر هغو تحمیل کړي."

د روسیې او سعودي اړیکي اکثر کړکېچن وو.

سعودي د سړې جګړې په کلونو کې د پخواني شوروي پرضد د افغان مجاهدینو ملاتړ کاوه.

همداراز په دې وروستیو کې مسکو او ریاض د سعودي د سیال ایران او د سوریې په کړکېچ کې یو د بل په وړاندې ودرېدل.

سعودي د هغو یاغي ډلو ملاتړ کوي چې د بشارالاسد د رژیم پرضد جنګېږي او روسي ځواکونه او ایراني ملېشې د اسد ملاتړ کوي خو په سیمه ییزو مسایلو کې له اختلاف سره سره دواړو هېوادونو د تولید د کمولو له لارې د تېلو د بیو د لوړولو په مقصد د اوپک او د تېلو د نورو صادروونکو هېوادونو ترمنځ د یوې معاملې لپاره په تېره نوامبر میاشت کې د تېلو د پالیسۍ په برخه کې ګډ دریځ خپل کړ.

XS
SM
MD
LG