د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۰۶

د ارزګان زده کوونکي: بند ښوونځي دې د زده‌کوونکو پرمخ خلاص شي


د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ او ولسوالیو یو شمېر زده کونکي وايي، په دغه ولایت کې روانې جګړې پر زده کړو منفي اغېز کړی او په خبره يې چې له زده‌کړي یې بې برخې کړي دي.

زده‌کونکو دغه خبرې نن پنجشنبې د ښوونکي د نړیوالې ورځې په مناسبت د جوړې شوې غونډې کې ازادي راډيو ته وکړې.

دوی د ارزکان ولایت مرکز ترینکوټ لیري پرتو سیمو او ولسوالیو اوسېدونکي دي چې د جګړې له کبله اوس مرکز ترینکوټ ته راګډه شوي دي.

دغه زده‌کونکي وايي، په سیمو کې يې ښوونځي جګړو ویجاړ کړي او اوس غیر فعال دي خو دولت ته خواست کوي چې ښوونځي دي ورته ورغوي او فعال دي کړي.

د دغه زده‌کونکو له ډلې یو حیات الله دی چې د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ سولې نومي سیمې څخه د جګړې له کبله د ترینکوټ ښار ته راکډه شوی او وايي چې سیمه کې يې ښوونځي شته خو د جګړې له کبله له تېر یو کال راهیسې تړلي دي.

حیات الله
حیات الله

ده ازادي راډيو ته وویل:

"زموږ په کلي کې پخوا ښوونځي فعال و او ما پکې زده کړې کولې او په درېیم ټولکي کې وم، خو کله چې وسله وال طالبان راغله نو جګړې شروع شوې نو زموږ ښوونځي هم وتړل شوو."

د ارزګان یو بل اوسېدونکی ۱۴ کلن شمس الله چې د چهارچینو ولسوالۍ څخه د خپلې کورنۍ سره د جګړو له امله راګډه شوی او د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار کې مېشت شوی وايي، تر ټولو لوی ارمان يې خپلي ښوونځي ته د بیا تګ دی.

شمس الله ازادي راډيو ته وویل:

"زه دغه یو کال کېږي چې د خپلې کورنۍ سره د خپلو سیمو څخه د جګړو له امله د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار ته راګډه شوی یو، ښوونځي مو وسله والو طالبانو ویجاړ کړی اوسوځولی دی، زموږ له دولت څخه غوښتنه داده چې موږ ته په خپلو سیمو کې امنیت راولي او ښوونځي راته خلاصي کړي."

له تېر یوه کال راهیسي د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ او لسوالیو زرګونه کورنۍ د نا امنیو له امله ګډوالیو ته اړي شوي او په دغه ولایت کې روانې جګړې نه یوازي ماشومان له زده کړي بې برخي کړي بلکې له روغیتايي خداماتو څخه يې هم بې برخې کړي دي.

د ارزګان زده کوونکي.
د ارزګان زده کوونکي.

د ارزګان والي بیا دغه زده کونکو ته ژمنې ورکوي چې په لنډ وخت کې به په خپلو سیمو کې ښوونځي ورته پرانیزي.

محمد نذیر خروټی وايي، هغه ښوونځي چې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې دي او تړلي دي د قومي مشرانو پرمټ يې د خلاصون هڅې پیل کړي.

محمد نذیر خروټی
محمد نذیر خروټی

ښاغلي خروټي وویل:

"زه دغه زده کونکو ته ډاډ ورکوم چې ا ن شاءلله ډېر ژر به موږ ښوونځي ستاسو پر مخ خلاصي کړو، ځکه موږ په سیمه د قومي مشرانو پرمټ له وسله والو طالبانو سره خبرې پیل کړي دي."

ښاغلي خروټي دا هم وویل چې د ارزګان مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې دامهال د ۳۱۸ښوونځیو له جملې څخه ۲۳۷ښوونځي فعال دي او پاتې لاهم تړلي دي، خو د خلاصون هڅې يې پیل کړي.

د یادونې وړده چې له دې وړاندې په ارزګان ولایت کې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي و چې په دغه ولایت کې د ۳۱۸ښوونځیو له جملې څخه یوازې ۷ښوونځي فعال دي او پاتې نوري غیري فعال دي.

راپور: شریف الله شرافت

XS
SM
MD
LG