د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۰ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۴۴

فرانسې د عراق حکومت او کردانو ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز وکړ


د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون د عراق د حکومت او کردانو تر منځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی.

ماکرون نن په پاریس کې د عراق له صدر اعظم حیدرالعبادي سره تر خبرو وروسته دا وړاندیز کړی دی.

دغو دواړو مشرانو دغه راز د اسلامي دولت تندلاري ډلې په وړاندې د مبارزې او د عراق د اقتصاد بیارغولو په برخه کې د فرانسې د ملاتړ په اړه بحث وکړ.

ایمانویل ماکرون وویل چې خبري اتري د دواړو لورو ترمنځ یوازینۍ لار ده او فرانسه چمتو ته چې په فعاله توګه په دې برخه کې منځګړیتوب وکړي.
ماکرون زیاته کړه:

"لکه څنګه چې ما تر ټول پوښتنې دمخه او وروسته اعلان وکړ چې موږ د عراق ثبات، ځمکنۍ بشپړتیا او یو پیاوړی دولت غواړو، له همدې کبله دا اړینه ده چې په راتلونکو اونیو او میاشتو کې د عراق وحدت او حاکمیت په پام کې نیولو سره یو بحث جوړ شي، موږ یو ځل بیا د عراق د اساسي قانون په چوکاټ کې د کردانو د حق پیژندني غوښتنه کوو."

تېره میاشت د کردستان سیمي د خپلواکۍ لپاره ټول پوښتنه وشوه او څه باندي ۹۲ فیصده خلکو د خپلواکۍ په ملاتر رایې ورکړې.

XS
SM
MD
LG