د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۲

زمرد افغان غواړي په خامک لیکل شوی قرانکریم د کندهار موزیم ته وسپاري


په لاسي خامک د قرانکریم د ۳۰ سپارو جوړونکې زمرد افغان وايي، که حکومت غوښتنه وکړي نو حاضره ده چې دغه اسماني کتاب د کندهار موزیم ته وسپاري.

زمرد افغان وايي، ښوونځی او مدرسه‌يې نه‌دي لوستي یوازې يې لومړنۍ زده‌کړې په کور کې کړي، خو په لاسي خامک کې وړتیا لرلو او د قرانکريم سره ډېرې مینې او علاقې دې ته هڅولې وه تر څو په لاسي خامک سره قرانکریم د ژباړې سره بشپړ او جوړ کړي.

زمرد افغان د کندهار د څلورمې ناحیې اوسېدونکې ده چې څو کاله مخکې د خپلې کورنۍ سره یوځای پاکستان ته مهاجره شوې وه، اوس تازه کندهار ته راغلې ده.

دغې ۲۸ کلنې پېغلې په ۷ کاله او شپږو میاشتو کې د قرانکریم ۳۰ سپارې په ۳۰ جلده کې په خامک او خالونو لیکلي دي.

نوموړې وايي، د قرانکريم د تورو د بشپړولو لپاره‌يې ۲۷۰ متره سپين او زرغون ټوکر ۶۳۰۰ ګوټه ګلابتون او ورېښمین تار او ۶۰۰ ګرامه خالونه مصرف کړي.

زمرد وايي، د قرانکريم توري يې لومړی پر ځانګړي شوي سپين ټوکر په پنسل لیکلي او د دیني عالمانو تر تصحيح وروسته‌يې د لاسي خامک کار پر کړی دی.

نوموړې وايي، د دې لپاره چې په پاکستان کې وه د قرانکریم ژباړه په اردو ژبه لیکل شوې او جوړه شوې ده.

زمرد افغان
زمرد افغان

نوموړې زیاته کړه:

"چې ومې لیکۍ بیا به مې د نورو قران شریفونو سره کتۍ چې غلطي ونه‌کړم چې ۹ سپارې مې جوړې کړې بیا مې کشر ورور ته ورکړ هغه زموږ د کور سره ملا عتیق‌الله چې لوی دیني عالم وو هغه ته‌یې وروړي تر څو تصحیح‌يې کړي."

زمرد افغان وايي، که حکومت غوښتنه وکړي نو حاضره ده چې دغه اسماني کتاب د کندهار موزیم ته وسپاري تر څو خلک‌يې په اسانۍ سره ننداره کړي.

راپور : محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG