د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۰ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۴۲

ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره شپه لاس ویګاس ته ولاړ


د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره شپه لاس ویګاس ته ولاړ چې په دې ښارکې د خونړۍ پېښې قربانیانو ته دوعا وکړي او خپله خواخوږي څرګنده کړي.

ټرمپ په روغتون کې د بسټرشویو ټپیانو د عیادت په مهال وویل چې امریکا نن له یوه واقعي ویرسره مخامخ ده.

هغه همداراز په دې ښار کې د پولیسو له مرکز څخه هم کتنه وکړه.

له لاس ویګاس څخه ولسمشر ټرمپ څلور ورځې وروسته له هغې کتنه کوي چې یوه وسله وال کس د یوه هوټل له ۳۲ منزله په یوه کنسرټ کې پر راټولو شویو خلکو په ډزو ۵۹ کسان ووژل او ۵۲۷ نور یې ټپیان کړل.

پولیسو وویل چې حمله کونکي سټیفن پډاک د هوټل په خونه او دوو کورونو کې له پنځوسو زیاتې وسلې درلودې.

د برید کونکي ملګرې بیا په یوه بیان کې ویلي چې دا له مخکې د هغه له دې پلانه خبره نه وه.

ماریلو ډنلي Marilou Danley چې د دغې په پېښې په مهال له هېواده بهر وه او نوې له فیلیپین څخه بېرته کورته ستنه شوې، د خپل مدافع وکیل په حضورکې فدرالي پولیسو ورڅخه پوښتنې ګروېږنې کړي دي.

XS
SM
MD
LG