د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۵۲

د ازادي راډیو له راپور څخه وروسته، ګردېز ښاروالۍ نوي اقدامات کړي


دوه اوونۍ وړاندې ازادي راډيو د ګردېز ښاريانو او مدني فعالانو له خولې راپور خپور کړی وو چې د ګردېز ښار په مرکزي سيمو کې د کثافاتو د زياتوالي له امله ډېرانونه جوړ شوي چې له هغه وروسته د ګردېز ښاروالۍ په خپل وخت د کثافاتو د پورته کېدو او د ستونزې د هواري لپاره ۱۳۹ تنه نوی پرسونل ګمارلی چې هر سهار له ټول ښار او پلاني ساحو څخه کثافات پورته کوي.

دوه اوونۍ وړاندې د ګردېز ښار دوکاندارانو د ښار د چټلۍ له زياتېدو څخه شکايت کاوه، خو د ښاروالۍ د نوي پرسونل له مقررېدو سره د ښار صفايي ته توجه زياته شوې او برعکس ښاروالي د ښاريانو د همکارۍ نشتوالی لويه ستونزه ګڼي.

د ګردېز ښار اوسېدونکي او مدني فعالان وايي چې د ښار صفايي زياته شوې ده، خو ښاريان هم بايد په خپله برخه کې همکار او متوجې شي، د ښاروالۍ د مشورتي شورا غړی جمعه ګل احمدزی وايي:

"د تېر په پرتله څو برابره ښه ده او ان‌شاءالله ورځ تر بلې به لا صفايي راځي کاملاً ښاروال صاحب توجه کړې ده دا کار غواړي او هر څوک مکلف دی چې په دې کې برخه واخلي دا کار يوازې د ښاروال او پرسونل‌يې نه‌دی، ټول بايد د ښار پاکوالي ته توجه وکړي."

د ګردېز ښاروالۍ کارکوونکي.
د ګردېز ښاروالۍ کارکوونکي.

ده دا هم وويل چې په دې وروستيو کې ښاروالۍ خپل کارونه زيات کړي او د خلکو مشورو ته غوږ نيول شوی چې دا کار بايد دوام وکړي.

د ګردېز ښار يو بل اوسېدونکی او د وطنپال زلمي بنسټ مشر منور انديال وايي، که ښاروالۍ هر څومره کار وکړي او د ښاريانو همکاري ورسره نه‌وي نه ښار صفا ساتل کېدلی شي او نه دغه ستونزه هوارېږي د ده په خبره د ستونزې لوی لامل او د چټلۍ د زياتېدو علت د خلکو نه‌همکاري ده.

ښاغلی اندیال زیاتوي:

"د ښار په پاکوالي کې بايد د ښاريانو رغنده رول وي دا يوازې د ښاروالۍ د مسؤلينو مسؤليت نه‌دی دا د خلکو، هټۍوالو او نورو مسؤليت دی چې هر څه کثافات‌دانيو ته واچوي او خپلو مسؤليتونو ته متوجې شي هم به ښاروالۍ کار کوي هم خلک نو ښار به په منظم ډول پاک وي."

ګردېز ښاروال عصمت‌الله خالد ازادي راډيو ته وويل چې دوی د ښار د صفايي لپاره نوی پرسونل استخدام کړی او هره ورځ د ښار صفايي کوي، خو د خلکو له لوري نه‌همکاري د دوی لپاره لويه ستونزه ده.

ښاغلی خالد وايي:

"موږ نه‌يوازې چې ښار ته مو توجه کړې بلکې ځيني استوګنيزو ساحو ته مو خدمات غځولي دي اتفاق مينه، پيرباغ او نوي ښار ته مو تشکيل زيات کړی چې پخوا د دوی لپاره د صفايي پرسونل موږ نه‌لاره او اوس چې لويه ستونزه لرو هغه د ښاريانو او دوکاندارانو سره ده چې که دوی ښار ته توجه ونه‌کړي هر څومره‌يې چې صفا کړو بیا هم چټلۍ زياتېږي هره شپه چې دوکانداران خپل دوکانونه بندوي نو په دوکان کې شته چټلۍ راوباسي او په لښتيو کې يې غورځوي او کثافات‌دانيو ته‌يې نه‌رسوي، که ټول همکار شي زموږ ستونزه به هواره وي او ښار به لا پاک وي."

دی وايي چې د خلکو په مشوره‌يې د ښار لپاره ځينې پروژې پلې کړي او د ښاري ښکلا لپاره هڅې کوي، خو په خبره‌يې که د خلکو همکاري ورسره نه‌وي دوی په يوازې سر نه‌شي کولای ښار په نمونوي ډول پاک وساتي.

راپور: داود تپان

XS
SM
MD
LG