د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۲۴

د سعودي عربستان پاچا مسکو ته ولاړ


د سعودي عربستان پاچا د چهارشنبې په ورځ مسکو ته ولاړ.

یو اتیا کلن سلمان بن عبدالعزیز به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.

دا لومړی ځل دی چې د سعودي عربستان یو پاچا روسیې ته سفر کوي.

تمه ده چې د نړۍ د تېلو د دغو دوو سترو صادرونکو هېوادونو مشران به د انرژۍ په برخه کې د خامو تېلو د بییو په ګډون پر یو شمېر نورو موضوعاتو لکه د سوریې او ایران پر سر د اختلافاتو په اړه خبرې وکړي.

سعودي عربستان د هغو یاغیانو پلوي کوي چې په سوریه کې د بشار الاسد د رژیم پرضد جنګېږي او روسیه له ایران سره په ګډه د بشار الاسد د رژيم ملاتړې ده.

XS
SM
MD
LG