د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۹ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۴۲

روسیه وايي په هوايي حمله کې د النصره ډلې۱۲ قوماندان وژلي


د روسیې دفاع وزارت وویل چې په سوریه کې د روسیي الوتکو په بمباري کې د النصره ډلې د لومړۍ کرښې دولس قوماندانان وژل شوې دي.

د روسیې دفاع وزارت د النصره ډلې د مشر د سخت ټپي کېدو خبر هم ورکړی دی.

د روسیې د دفاع وزارت ویاند اګور کاناشینکوف په یوه بیان کې پرون وویل چې دا هوایي برید د استخباراتي معلوماتو له مخې د النصره ډلې د مشرانو پر غونډه د سې شنبې په ورځ وشو چې په دې غونډه کې د دې ډلې مشر ابو محمد الجولاني هم و.

النصره ډله په سوریه کې د القاعده شبکې ځای ناسته بلل کېږي.

د روسیې د دفاع وزارت ویاند وایي چې د یو شمیر ازادو سرچینو په وینا په دې بمباري کې د الجولاني یو لاس پرې شوی او په سخت روغتیایي حالت کې دی.

د کاناشینکوف په وینا د دولس قوماندانانو ترڅنګ د النصره ډلې شاوخوا پنځوس تنه نور غړي هم وژل شوې دي.

دغه اطلاعات تر اوسه خپلواکو رسنیو نه دې تائید کړي.

النصره ډلې هم د خپل مشر د ټپي کېدو خبر رد کړی دی.

XS
SM
MD
LG