د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۳۴

تاج: په بادغیس کې ایرانیان او پاکستانیان د طالبانو ملاتړ کوي


د بادغیس امنیه قوماندان وایي چې د یاغیانو د ځپلو لپاره د بادغیس په دوو ولسوالیو کې عملیات روان دي.

جنرال عبدالرووف تاج پرون ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات په قادس او جوند ولسوالیو کې ادامه لري.

جنرال تاج زیاته کړه چې په بادغیس کې ایرانیان او پاکستانیان د طالبانو ملاتړ کوي:

"کوم عملیات چې شوې دي، ایرانی هم بالفعل د اب کمري په سیمه کې نیول شوی دی، په مختلفو ځایونو کې مثلا ًپه بالامرغاب ولسوالۍ کې په اب کمري، سنګ اتش، قادس، نخچیرستان کې د دغو خلکو تګ راتګ د طالبانو د یوځای ساتلو لپاره دی چې سره متحد شي او په دې ډول خپلو بریدونو ته دوام ورکړي."

تر دې مخکې په یو شمېر نورو سیمو کې هم له طالبانو څخه د ایران د ملاتړ خبرونه خپاره شوې دي.

د فراه والي محمد عارف شاه جهان د جولای په میاشت کې ویلي و چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ډلې غړي په پشت رود او ګلستان ولسوالیو کې له طالبانو سره غونډې کړې دي او هغوی ته یې سلامشوره ورکړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هغه مهال دا خبره رد کړې وه او په کابل کې د ایران سفارت په دې اړه څه نه و ویلي.

XS
SM
MD
LG