د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ تله ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۴۳

غني: د امریکا له ستراتیژۍ باید غېزمنه استفاده وشي


ولسمشر غني وايي، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د متحد ایالتونو ستراتیژي داسې فرصتونه برابر کړي دي چې له هغو څخه باید په اغېزمنه ډول استفاده وشي.

اشرف غني د اسټرالیا له ګورنر جنرال پیتر کاسګروف سره پرون په ارګ کې د لیدنې کتنې پر مهال دا خبره وکړه.

د اسټرالیا ګورنر جنرال د امریکا د نوې ستراتیژي هرکلی وکړ او په ورته وخت کې یې له افغانستان سره د کانونو د تخنیکي همکارۍ او پانګونې په برخه کې د خپل هېواد د چمتووالي خبر ورکړ.

پیتر کاسګروف دا ژمنه هم وکړه چې هېواد یې دې ته لېواله دی چې د کرکټ په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG