د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۰ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۴۱

اردوغان د عراق د کردانو د ټولپوښتنې پر سر د بحث لپاره ایران ته تللی


د ایران ولسمشر حسن روحاني او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکيې ولسمشر نن ايران ته سفر وکړ.

ويل کېږي له دې سفره داسې ښکاري چې ترکيه او ايران که څه هم په سوريه کې د مخالفو ډلو ملاتړ کوي خو دواړه هېوادونه د عراق د تېرې اوونۍ د خپلواک کردستان لپاره د ټولپوښتنو مخالفت کوي.

ټاکل شوې ده د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان ايران ته د سفر پر مهال د دې هېواد له ولسمشر حسن روحاني او د ايران له ستر مذهبي مشر ايت‌الله علي خامنه‌اي سره وګوري.

د فرانسې د خبري اژانس د راپور له مخې، له اردوغان سره د ترکيې د وسله‌والو ځواکونو لوی درستيز هلوسي اکار هم تللی دی.

ايران او ترکيې دواړو په دې وروستيو کې د عراق له کرد سيمې سره پر پوله پوځي تمرينونه کړي چې پر کرد مشرانو فشار زيات کړي.

د ایراني سرتېرو تمرینونه.
د ایراني سرتېرو تمرینونه.

په دغو تمرينونو کې د بغداد حکومتي ځواکونو هم برخه درلوده.

د عراق د کردستان اوسېدونکو تېره میاشت د یوه خپلواک هېواد د رامنځته کېدو په هدف ټولپوښتنه وکړه.

عراق د خپلواک کردستان د ټولپوښتنو د نتايجو د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

په دغو ټولپوښتنو کې ۹۲.۷ فيصده اکثريت خلکو د خپلواکۍ لپاره مثبتې رأيې ورکړې وې.

بغداد د تېرې جمعې په ورځ کرد هوايي ډګرونو ته د ټولو نړيوالو پروازونو مخه ونیوله.

ايران د عراق له کردستان سره د تېلو د مصنوعاتو د هر ډول سوداګرۍ د بندولو امر کړی دی.

ترکيې خبرداری ورکړی چې خپل ځمکنی سرحد به وتړي او د عراق له کردستان سره به د تېلو د تجارت مخه ونيسي چې دا د کردستان سیمې د اقتصاد لپاره ډېر مهم تجارت دی.

اردوغان د شنبې په ورځ ژمنه وکړه چې د عراق کردستان به د دغو نه‌منلو وړ ټولپوښتنو لويه بيه پرې کړي.

له ۱۹۸۴ میلادي کال څخه ترکيه د ممنوع اعلان شوي کردستان کارګر ګوند له ياغيانو سره په جګړه دی چې په شمالي عراق کې اډې لري او په لومړيو کې يې د يوه جلا هېواد د جوړولو هڅې کولې.

په ايران کې دوه کرد ياغي ډلې د ايران د کردستان ډموکرات ګوند او په کردستان کې د ازاد ژوند ګوند فعالې دي.

ترکيه او ايران له پېړيو راهيسې سيال هېوادونه دي، خو په دې وروستيو کې يې د نږدې اړیکو هڅې کړي دي او ايران په ترکيه کې د تېر کال له ناکامې کودتا راهيسې د اردوغان ملاتړ کوي.

دواړه هېوادونه په سوریه کې له مخالفو ډلو ملاتړ کوي، خو له روسیې سره يوځای يې د سوريې د سولې د مذاکراتو ملاتړ کړی دی چې په قزاقستان کې د روان کال په جنورۍ مياشت کې پیل شول.

دوی په عراق کې د تېرې اوونۍ د خپلواک کردستان لپاره د ټولپوښتنو مخالفت کوي.

دوی همداراز بېره لري چې د عراق د کردستان له خپلواکۍ وروسته ښايي په دغو هېوادونو کې مېشت کردان هم ورته غوښتنې پيل کړي.

XS
SM
MD
LG