د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

ایران د لومړي ځل لپاره د ووشو په برخه کې نړیواله اتلولي خپله کړه


ایران د ووشو سیالیو په برخه کې د چین پرله‌پسې اتلولۍ ته د پای ټکی کېښود.

د ایران د ووشو ملي لوبدلې د لومړي ځل لپاره د ووشو نړیواله اتلولي خپله کړه او په دغې برخه کې یې د چین د پرله‌پسې بریاوو مخه ډب کړه.

ایراني لوبغاړو ۴ د سرو زرو او یو د سپین زرو د مډال په ترلاسه کولو سره د ازادو مبارزو یا ساندا په برخه کې اتلولي خپله کړه، خو چین د سر زرو د ۴ مډالونو په ګټلو سره، په دغو سیالیو کې دوهم مقام خپل کړ.

دغه سیالۍ یوه اوونۍ مخکې د روسیې په کوربه‌توب پیل شوې او نن چهارشنبه پای ته ورسېدې.

XS
SM
MD
LG