د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۵۷

ترکیه کې د ماین چاودنې ۴ ترکي سرتېري وژلي او ۴ نور ټپیان دي


د ترکیې چارواکي وايي، په سړک کې د یوه ایښودل شوي ماین چاودنې څلور ترکي سرتېري وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

د چارواکو په وینا، دا پېښه د ترکیې په جنوب ختیځ کې د ایران پولې ته نږدې هغه مهال رامنځته شوه چې د ترکي سرتېرو موټر پر ماین برابر شو.

د اکاري ولایت د والي د دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، د کردستان د کارګر ګوند یا «PKK» وسله‌وال په دې برید کې لاس لري.

د ترکیې حکومت د کردستان کارګر ګوند یوه ترورېستي ډله بولي.

د ترکیې د حکومت او «PKK» د استازو تر منځ په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د سولې خبرې اترې ګډوډې شوې او ورسره د دواړو خواو ترمنځ اوربند هم پای ته ورسېد.

XS
SM
MD
LG