د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۲۴

مسؤلین: په غور کې د کروندګرو د اقتصادي ملاتړ ۲۰ پروژې پلې شوي


په غور کې سږ کال د کرنې د پراختیا او د کروندګرو د اقتصادي ملاتړ په هدف، څه باندې ۲۰ پراختیايي پروژې عملي شوي.

د غور د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالتواب تایب نن چهارشنبه ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دغه پروژې د طبیعي منابعو د تنظیم، اوبو لګونې، اصلاح شویو تخمونو، د زعفرانو او غنمو د نمایشي قطعو، تحقیقاتي فارمونو او ښځو ته د کورنیو باغچو په برخو کې دي.

ښاغلی تایب وايي چې دغه پروژې ۸۰ سلنه عملي شوي، خو د مالي کال تر پایه په بشپړه توګه عملي کېږي.

په غور کې دغه پراختیايي پروژې د کرنې وزارت په مالي ملاتړ د څه باندې ۸۰ میلیونو افغانیو په ارزښت پلې شوي.

XS
SM
MD
LG