د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

افغانستان

د بلخ ښاروالي د فعالیتونو د ښه والي لپاره ډېرې ښځې په دندو ګماري

د مزارشریف ښاروالي هڅه کوي ترڅو د ولسمشر د حکم پر اساس، په دولتي ادارو کې د جنسیتي برابرۍ په پام کې نیولو په خاطر، یاد بنسټ کې هم زیات شمېر ښځو ته د کار کولو زمینه برابره کړي.

د مز ارشریف ښاروال محمد نصیر عیني وايي چې اوس مهال اته سلنه ښځې د بلخ د ښاروالۍ په چوکاټ کې د مامورینو او کارکوونکو په توګه دنده ترسره کوي.

د مزارشریف ښاروال وايي چې د ناحيو دوه امریتونه او د ښاروالۍ د مرستیالۍ یو بست به ښځو ته ځانګړی کړي او په خبره یې چې د ښځو د کار په پيلېدو سره د دوی د عامه خدماتو سطحه هم لوړه شوې ده.

د سې شنبې په ورځ د بلخ د ښاروالۍ په دولتي ادارو کې د جنسیتي برابرۍ د پراختیا لپاره "د دولتي ادارو په مختلفو سطوحو کې د ښځو حضور" تر نامه لاند یو پروګرام هم جوړ کړ چې پکې ډېر شمېر مدني فعالانو، د دولتي ادارو مشرانو او د خصوصي بسټونو مسؤلینو ونډه اخېستې وه.

په داسې حال کې د مزارشریف ښاروالي هڅه کوي چې د چارو د ښه ترسره کېدو او عامه خدماتو د سطحې د لوړوالي په خاطر ډېر شمېر ښځو ته په یاد دولتي بنسټ کې د کار کولو زمینه برابره کړي چې همدا اوس مهال ډېر شمېر با سواده نجونې او ښځې د کاري فرصت د نشتون له امله، له اقتصادي ننګونو سره مخ دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

کندهار؛ د یوې زړې مرمۍ د چاودنې له امله د ۳ ماشومانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی

د افغانستان په نقشه کې کندهار ولایت
د افغانستان په نقشه کې کندهار ولایت

په کندهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي په معروف ولسوالۍ کې د یوې زړې مرمۍ د چاودنې په پېښه کې د درېیو ماشومانو د مړینې خبر ورکوي.

د کندهار د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ریاست پرون په یوه بیان کې وویل چې دا پېښه د معروف ولسوالۍ په اوومه ناحیه کې هغه مهال وشوه چې یوه پخوانۍ مرمۍ په غره کې پر پنځو ماشومانو وچاودېده.

د بیان له مخې په دې پېښه کې دوه نور ماشومان ټپیان شوي دي.

پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت د وري په ۱۵مه وویل، په تېرو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې د ناچاودو مهماتو د چاودېدو له امله ۳۷ کسان مړه او ۷۱ نور ټپیان شوي دي.

طالب وزیر: د مس عینک کان تاریخي اثار دې خوندي وساتل شي

د مس عینک کان - ارشیف
د مس عینک کان - ارشیف

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي، د عینک د مسو د استخراج د پروژې په عملي کېدو سره باید د کان په سیمه کې د لرغونو اثارو ساتنه وشي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د سه شنبې په ورځ (اپریل۲۳) د ایکس شبکې (پخواني ټویټر) له لارې لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي خیرالله خیرخواه پرون د مس عینک د کان د قراردادي چینایي شرکت له مشر سونګ وینبینګ سره لیدلي دي. د بیان په اساس خیرخواه د کېندنو پر مهال د لرغونو اثارو په خوندیتوب ټینګار کړی دی.

سونګ وين بينګ راز ډاډ ورکړی چې دوی هڅه کوي د مس عينک پروژه په داسې ډول پلې کړي چې کلتوري اثار زيانمن نه شي.

د عینک د مسو کان د استخراج پروژه د جمهوري نظام پر مهال یوې چینايي کمپنۍ ته ورکړل شوې وې، خو د کان په سیمه کې د لرغونو اثارو راوتلو له امله یې کېندنې وځنډېدې.

امیر خان متقي یو ځل بیا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي د ټاکلو مخالفت وکړ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روسیې له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې یو وار بیا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکلو سره مخالفت ښودلی.

متقي او کابلوف پرون په کابل کې سره لیدلي دي.

د متقي په حواله د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي چې دوی له ملګرو ملتونو سره په خبرو بوخت دي او د دوحې د راتلونکې ناستې په اړه به له کافي وضاحت وروسته خپل دريځ څرګند کړي.

ملګري ملتونه د افغانستان لپاره د یوه ځانګړي استازي په لېږلو غور کوي چې وکولای شي له طالب چارواکو سره د نړۍ په غوښتنو مخامخ خبرې وکړي او د یوه همغږي رول ولوبوي.

د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په حواله راغلي چې د افغانستان په اړه هر ډول ناسته کې باید د طالب چارواکو هوکړه واخیستل شي.

هغه سپارښتنه کړې چې نړۍ باید د تماس لپاره د څو اړخیزو میکانیزمونو پرځای له طالبانو سره دوه اړخیزو میکانیزمونو په اساس اړیکې وپالي.

طالبان د دوحې غونډې په اړه د وضاحت له ترلاسه کولو وروسته خپل دریځ روښانه کوي

د دوحې یوه څنډه
د دوحې یوه څنډه

د طالبانو حکومت وايي چې له ملګرو ملتونو سره خبرې کوي څو په دوحه کې د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو د راتلونکې غونډې د اجنډا او ترکیب په اړه کافي وضاحت ترلاسه کړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي نن سه شنبې د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په کتنه کې دا څرګندونې وکړې.

متقي ویلي چې دوی په دې کتنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر اړوندو مسایلو سربېره په دوحه کې د ملګرو ملتونو په نوښت د راروانې غونډې په اړه بحثونه وکړل.

د ضیا احمد په وینا، د طالبانو حکومت به له ملګرو ملتونو څخه د دې غونډې په اړه د وضاحت له ترلاسه کولو وروسته خپل دریځ روښانه کړي.

د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو مخکینۍ غونډه په تېره فبروري میاشت کې جوړه شوې وه، خو د راتلونکې غونډې کره نېټه یې تراوسه نه ده معلومه.

طالبان د افغانستان اقتصادي وضعیت په تړاو د نړیوال بانک د راپور ځینې برخې ستايي

په واشنګټن کې د نړیوال بانک د مرکزي دفتر ودانۍ
په واشنګټن کې د نړیوال بانک د مرکزي دفتر ودانۍ

د طالبانو حکومت د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک د وروستي راپور په اړه په خپل رسمي غبرګون کې ویلي چې د دې راپور مثبتې برخې ستايي.

نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې چې پرون خپور شو، وویل چې د افغانستان اقتصادي راتلونکې مبهمه او تیاره ده او اقتصادي تحرک یې په ټپه ولاړ دی.

په راپور کې راغلي چې د افغانستان ملي ناخالص تولید ۲۶ سلنه کم شوی دی او تر ۲۰۲۵ کال پورې یې د اقتصادي رکود خطر شته.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د دې راپور هغه برخې چې له واقعیتونو لیرې دي ردوي.

په بیان کې په تېر ۱۴۰۲ کال کې دوه میلیارد ډالرو ته د افغانستان د صادراتو د زیاتېدو او د وارداتو د کمېدو یادونه شوې.

په بیان کې له نړیوالې ټولنې څخه د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د آزادولو او د بندیزونو د لیرې کېدو غوښتنه هم شوې ده.

پر نړیوال بانک سربېره د ملګروملتونو بېلابېلو ادارو هم په تېرو څه کم دریو کلونو کې په افغانستان کې د لوږې او بېوزلۍ د زیاتېدو او له افغانستان سره د نړیوالو د مرستو د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چار وزارت د بشري حقونو په کلني راپور کې د افغان ښځو ناوړه وضعیت ته ځانګړې پاملرنه شوې

یو شمېر افغان ښځې - ارشیف
یو شمېر افغان ښځې - ارشیف

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ۲۰۲۳ کال د بشري حقونو په کلني راپور کې یې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ناوړه وضعیت مسئلې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.

په دې راپور کې له افغان مېرمنو سره د ناوړه چلند بېلابېل اړخونه په جزییاتو سره روښانه شوي او یادونه شوې چې په تېر یوه کال کې د طالبانو هېڅ یوه فرمان هم د ښځو پر تعلیم او کار د لګېدلو محدودیتونو له لیرې کېدو یا نرمېدو سره مرسته نه ده کړې، بلکې برعکس نوي فرمانونه یې د پرځېدلي جمهوري نظام له قوانینو او نړیوالو اصولو سره په تناقض کې دي.

په راپور کې همدا راز د بې محاکمې وژنو، شکنجو، د زندان د سختو او ژوند ګواښونکو شرایطو، د خلکو د بې دلیله نیولو او تښتولو او د بشري حقونو د سرغړونو نور مثالونه هم ورکړل شوي دي.

د طالبانو حکومت تراوسه د دې راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو له دې مخکې یې ویلي، چې په افغانستان کې د خلکو بشري حقونه خوندي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان ته هره میاشت سلګونه لارۍ بشري مرستې لېږو

ارشیف
ارشیف

د خوړو نړیوال پروګرام، WFP په افغانستان کې له بې وزلو کسانو سره د مرستو په دوام وایي، هره ورځ په مرستو بارسلګونه لارۍ په دې هېواد کې خلکو ته د ژوند ژغورنې مرستې رسوي.

د دې پروګرام د افغانستان څانګې نن سې شنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویترکې لیکلي چې په افغانستان کې هره میاشت شاوخوا درې سوه لارې په سړکونو کې تګ راتګ کوي او له نیم ملیون زیات وګړو ته د ژوند ژغورنې خواړه رسوي.

د دې پروګرام په وینا، په یوه لارۍ کې د ۳۲۵ کورنیو لپاره خواړه باروي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې په وینا، په روان ۲۰۲۴ م کال کې ۲۳ ملیونه افغانان مرستو ته اړتیا لري او ۱۷ ملیونه افغانانو ته د اړنیو مرستو رسولو لپاره درې ملیارډ ډالرو ته اړتیا ده.

هرات کې طالب چارواکي: د سوداګریزو توکو د اوسپنې پټلۍ د طی مراحلو له امله ځنډیدلې

ارشیف
ارشیف

په هرات کې د طالبانو د حکومت چارواکو هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د افغان سوداګرو له مالونو بار رېل/ټرین په ایران کې درول شوی دی او د مخته تلو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د هرات د والي ویاند نثار احمد الیاس د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دا ټرین طی مراحلو ته انتظار دی او نورې ستونزې نه لري.

تر دې مخکې ایراني رسنیو خبر ورکړی و چې له افغانستان څخه ترکیې ته د لومړي ټرانزیټي کارګو ټرېن د تېرېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د یکشنبې په ماښام رسنیو د اوسپنې پټلۍ د شرکت د عمومي اړیکو د څانګې په حواله دا خبر هم ورکړ چې تر اوسه له افغانستانه هیڅ ټرانزیټي اورګاډی ایران ته نه دی داخل شوی.

دغه کارګو ټرېن کې ۱۱۰۰ ټنه تالک معدني ډبرې بار دي چې د هرات ولایت له لارې د ایران د روزنک د تمځای ته رسېدلي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا: طالبان دې احمد فهیم عظیمي ژر را خوشې کړي

احمد فهیم عظیمي
احمد فهیم عظیمي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د کارپوهانو ډلې ویلي چې طالب چارواکي باید سمدستي د بشري حقونو او د نجونو د تعلیم مدافع احمد فهیم عظیمي خوشې کړي.

دې ډلې په یوه بیان کې چې پرون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا خپور کړی ټینګار کړی چې تعلیم ته لاسرسی یو اساسي حق دی او کوم کسان چې په دې لاره کې فعالیت کوي او غږ پورته کوي باید د نیولو او زنداني کولو پر ځای یې ملاتړ وشي او خوندیتوب یې تضمین شي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي چې احمد فهیم عظیمي له څه باندې شپږو میاشتو راهیسې د طالبانو له خوا بندي شوی دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو محرومې کړې او بیا یې د نجونو پر مخ د پوهنتون دروازې هم وتړلې. په دې موده کې تر دې دمه ګڼ فعالان چې مطیع الله ویسا، احمد فهیم عظیمي او ځینې نور د یادولو دي د نجونو د تعلیم لپاره د فعالیت او مبارزو په خاطر نیول شوي او په میاشتو میاشتو یې په بند کې تېر کړي.

احمد فهیم عظیمي د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۱۷ مه په کابل کې له ځینو نورو فعالانو سره یوځای نیول شوی او طالبانو د ناقانونه او د شریعت خلاف کړنو تور لګولی.

فوټسال؛ افغانستان بحرین ته ماتې ورکړه او منځلوبو ته ووته

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله

د فوټسال د اسیا ملتونو جام د ګروپي پړاو په وروستۍ لوبه کې افغانستان ۳-۲ بحرین ته ماتې ورکړه او منځلوبو یا کواټرفاینل ته یې ځان ورساوه.

یاده سیالي چې نن دوشنبه د کابل پر وخت ماښام ۶:۳۰ بجې پیل شوې وه، افغانستان د سنجر، رضا حسین پور او مهران غلامي د ګولونو پر مټ بحرین ته ماتې ورکړه.

افغان لوبډله به په منځلوبه کې د تاجکستان پر وړاندې سیالي کوي.

که افغانستان یاده سیالي وګټي نو د فوټسال نړیوال جام ته به هم لار پیدا کړي.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان د فوټسال اسیایي سیالیو منځلوبو ته وځي.

د ویلو ده چې افغان لوبډلې په ګروپي پړاو کې له ایران ماتې خوړلې وه، کوېټ سره یې سیالي مساوي کړې وه او بحرین ته یې ماتې ورکړه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG