د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۳۴

سناتوران: د جمهوري او اجرائیه ریاستونو د سلاکارانو ټاکنه شفافه نه‌ده


د افغانستان د مشرانو جرګې غړي په جمهوري ریاست او اجرائیه ریاست کې د سلاکارانو د ګمارنې په بهیر انتقاد لري او وايي چې دغه بهیر شفاف نه دی.

د دغې جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار چې د سې شنبې د ورځې د جرګې مشري یې هم کوله، په دې اړه د سناتورانو له څرګندونو وروسته وویل، په جمهوري ریاست او اجرائیه ریاست کې باید ګمارنې د وړتیاوو له مخې تر سره شي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار

ښاغلي ایزدیار وویل:

"کوم کسان چې ګمارل کېږي، باید د کار وړتیا ولري، د مسؤلیت احساس وکړي او یوازې د دې هدف لپاره باید دغه سلاکاران په دندو ونه ګمارل شي چې د یو څو کسانو رضایت خپل شي، سلاکاران باید هغه کسان وي چې سلا مشورې ورکړي او هغه کسان وي چې د مشورې ورکولو اهل واوسي."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په جمهوري ریاست او اجرائیه ریاست کې د سلاکارانو په کارونو او د دوی د لوړ معاشونو په اړه انتقادونه موجود وو.

په ورته وخت کې، سناتور شېر محمد اخندزاده د سې شنبې د ورځې په عمومي جلسه کې وویل چې دا مهال د جمهوري ریاست او اجرائیه ریاست د مشاورینو شمېر زرګونو تنو ته رسېږي.

ښاغلی اخندزاده وایي:

"د افغانستان د جمهوري ریاست او اجرائیه ریاست د مشاورینو شمېر له سلګونو دا مهال زرګونو ته رسېدلی، موږ ته باید د دغو مشاورینو لیست واستول شي چې دغه مشاورین د کومو وړتیاوو له مخې او په کومو برخو کې ګمارل شوي دي."

هڅه مو وکړه چې د مشرانو جرګې د دغې ادعا په اړه د جمهوري ریاست نظر هم ولرو خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

خو د افغانستان د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل بیا ازادي راډیو سره په خبرو کې د سناتورانو دغه ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې ټول سلاکاران د وړتیاوو له مخې په دندو ګمارل شوي دي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل

ښاغلي فیصل زیاته کړه:

"ټول سلاکاران چې په کومو برخو کې مقرر شوي، هغوی په هغو برخو کې د لازمې تجربې او پوهې خاوندان دي، د هغوی کار او په ټوله کې په ولسي برخه کې د مشاورینو کار د حکومت او خلکو په نېږدې کولو کې خورا اساسي رول لوبولی دی او په هېڅ صورت د مشاورینو شمېر زرګونو ته نه رسېږي."

که څه هم اجرائیه ریاست د مشاورینو د شمېر په اړه څه نه وايي، خو تر دې وړاندې ویل شوي چې د جمهوري ریاست او اجرائیه ریاست د سلاکارانو شمېر ۵۷ تنو ته رسېږي چې هر یو یې په میاشتني ډول، تر دوه لکه افغانیو پورې معاش اخلي.

خو یو شمېر سناتورانو د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې ټينګار وکړ چې د ملي وحدت حکومت باید په لوړو پوستونو کې د شخصي اړیکو پر ځای، ملي ګټو ته پام وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG