د غزني د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي له افغان حکومته غواړي چې د یو وخت لپاره د دغه ولایت د ګنج سیمې د لرګېو دوکانداران چې وروستۍ اورلګېدنې زیانمن کړي، له مالیې او بیلانسه معاف کړي.
د غزني د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس عبدالمتین قلندري نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، سوداګر او دوکانداران هر کال حکومت ته بیلانس، مالیه او ګمرکي محصول ورکوي، خو د زیان پر مهال باید حکومت له دغو دوکاندارانو او سوداګرو سره مرسته وکړي.
د شنبې په ورځ د غزني په ګنج سیمه کې د لرګېو په یوه مارکېټ کې د اور لګېدنې په پېښه کې څه باندې ۴۰ دوکانونه وسوځېدل.
ښاغلی قلندري وايي چې د دغې پېښې له امله ۳۰ مېلیونه افغانۍ دوکاندارنو ته زیان اوښتی دی.