د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۵۳

م.م: په یوه میاشت کې ۵۱ زره افغانان له خپلو مېنو بېځایه شوي


د ملګرو ملتونو د همږغۍ دفتر وايي، په یوه میاشت کې د افغانستان د ۵ ولسوالیو تر ۵۱ زره زیات اوسېدونکي د جګړو له لاسه بې ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې پرون دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل، د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالي کې ۲۱ زره تنه د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

ورپسې زیات کسان د بادغیس له بالامرغاب څخه بېځایه شوي چې شمېر یې ۱۴ زرو ته رسېږي.

د ملګروملتو له ارقامو سره سم د پکتیکا له ګومل، د پکتیا له جانې خېل او د غور له تیورې ولسوالیو هم ډېر کسان بې ځای شوي دي.

اکثره بېځایه شويو کسانو څنګلورو ولسوالیو یا د ولایتونو مرکزونو ته پناه وړې ده.

ملګرو ملتونو له بېځایه شویو سره د مرستې لپاره خپله بسپنه لږ بللې ده او ویلي یې دي چې ټولټال ۴۱۴ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG