د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ تله ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۵۴

روسیې او ترکمنستان د ستراتیژیک مشارکت موافقه لاسلیک کړه


روسیې او ترکمنستان په خپل منځ کې د ستراتیژیک مشارکت موافقه لاسلیک کړه.

دا موافقه په داسې حال کې وشوه چې د پخواني شوروي اتحاد د دغو دوو جمهوریتونو ترمنځ اړیکې ځینې وخت لانجې تر سیوري لاندې راولي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ده ترکمن ساري قربان قُلي بیردي محمددوف دا تر ډېره سمبولیکه موافقه پرون دوشنبه عشق اباد ته د پوتین د یو ورځیني سفر په لړ کې لاسلیک کړه.

دا ترکمنستان ته په تېرو ۵ کلونو کې د پوتین لومړنی سفر و.

پوتین په دې خواشیني څرګنده کړه چې په ۲۰۱۶ مېلادي کال د دوو هېوادونو ترمنځ سوداګري راکړه ورکړه کمه شوې او هیله یې ښکاره کړه چې دا حالت به ژر بدل شي.

بیردي محمددوف وویل چې هېواد یې په سیمه کې له روسیې سره دوه اړخیزو همکاریو ته چمتو دی.

XS
SM
MD
LG