د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۳

کرکټ بورډ: د ۱۹ کلنو افغان لوبډلې بنګله دېش ته ماته ورکړه


د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې په ۳ مه یوه ورځنۍ لوبه کې بنګله دېش ته په پنځو ویکټو ماته ورکړه.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، د لوبې ټاس یا پچه افغان لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه، د بنګله دېش ۱۹ کلنې لوبډلې ټول لوبغاړي د ۷۵ منډو په تر سره کولو، د لوبې په ۳۱م اور کې و سوځېدل او افغانستان ته یې ۷۶ منډې هدف وټاکه.

خو د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې دغه هدف په ۱۸م اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او لوبه یې وګټله.

د ښاغلي هوتک په خبره، افغان لوبغاړي نوین الحق چې د بنګله دېش لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول، د نننۍ لوبې غوړه لوبغاړی اعلان شو.

XS
SM
MD
LG