د روسيې ولسمشر ولادمیر پوتین نن ترکمنستان ته لاړ.
دا له تېرو پینځو کلونو راهسیې ترکمنستان ته د ولسمشر پوتین لومړنی سفر دی.
کریملین وايې، پوتین به له خپل ترکمن سیال قربان کلي بردي محمدوف سره د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې د حالاتو په اړه خبرې وکړي.
د روسيې او ترکمستان ترمنځ د طبیعي ګازو د لېږد پر سر شخړې، د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې کړې دي.
روسیه او ترکمنستان دواړه په سیمه کې د طبیعي ګازو تولیدونکي هیوادونه دي.