د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ تله ۱۳۹۶ کابل ۱۲:۰۲

کورنیو چارو وزارت: د فندقستان ۹۵ سلنه خلک له خپلو کورونو بې ځایه شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له مرسته رسوونکو بنسټونو غواړي چې د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالۍ د فندقستان کلي بې ځایه شویو ته مرستې ورسوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د وسله والو طالبانو د ورستیو بریدونو له کبله د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ د فندقستان کلي اوسېدونکو ته درانه زیانونه اوښتي دي.

د دغه وزارت په خبره، د وسله طالبانو د ورستیو بریدونو له امله د دې کلي ۹۵ سلنه خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویندوی دفتر سرپرست نجیب دانش د دوشنبې په ورځ په کابل کې د يوې خبري ناستې پرمهال له مرسته کوونکو بنسټونو وغوښتل چې د فندقستان کلي بې ځایه شویو ته رسېدنه وکړي.

د کورنیو چارو وزارت د ویندوی د دفتر سرپرست نجیب دانش
د کورنیو چارو وزارت د ویندوی د دفتر سرپرست نجیب دانش

ښاغلي دانش وویل:

"له بده مرغه ۹۵ سلنه خلک له دې سیمې بې ځایه شوي چې يو شمېر د پروان مرکز او يو شمېر یې د سیاه ګرد ولسوالیو په ځينو سیمو کې ځای په ځای شوي، نو په دې برخه کې له مرسته رسوونکو بنسټونو غواړو چې بې ځایه شویو ته بشري مرستې ورسوي، زموږ هېوادوال په دې سیمه کې په جدی توګه مرستو ته اړتیا لري."

فندقستان د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ يو له هغو کلیو څخه دی چې په دې ورستیو کې طالبانو پرې ډله ایز بریدونه زیات کړي دي.

که څه هم وړاندې تر دې داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې وسله والو طالبانو د دې سیمې زیاتره ځایونه تر خپلې ولکې لاندې راوستي، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په نتیجه کې چې تېره ورځ پېل شوي، د فندقستان زیاتره سیمې له طالبانو پاکې شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د افغان امنیتي ځواکونو د ورستیو عملیاتو پرمهال، د وسله والو طالبانو د ډلې ۲۲ غړي هم وژل شوي دي.

د دوی په خبره، د دغو نښتو او بریدونو پرمهال ۳ تنه افغان پوځيان هم وژل شوي.

په ورته وخت کې د پېښو سره د مبارزې اداره وايي، د فندقستان کلي زیاتره بې ځایه شویو ته یې مرستې رسولي دي.

د پېښو سره د مبارزې د ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس
د پېښو سره د مبارزې د ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس

د دې ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"همدا شېبه چې تاسو سره خبرې کوم، لسګونه بې ځایه شوې کورنۍ چې د پروان ولایت مرکز ته راغلي، زموږ د مرستو تر پوښښ لاندې دي، د بېړنیو مرستو ولایتي کمېټې موظفې شوي چې بې ځایه شوې کورنۍ امن ځایونو ته انتقال کړي، موږ د پروان ولایت په کچه يوه اندازه امکانات او مرستې د بې ځایه شویو لپاره لرو."

ښاغلی سیاس دا شان وايي، لا تراوسه د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ د بې ځایه شویو کورنیو او خلکو دقیقې شمېر دوی ته نه دي رسېدلی، خو دوی په دې اړه خپلې هڅې پېل کړي، څو دقیق معلومات راټول کړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG