د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۲۱

چارواکي: د کابل په سروبي کې د شنو خونو لسګونه پروژې پرانېستل کېږي


په پام کې ده چې د افغانستان د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزيره نن دوشنبه د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د کرنې په برخه کې لسګونه پروژې پرانېزي.

د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزارت وايي چې سلامت عظيمي نن دوشنبه په دې ولسوالۍ کېد ګرين هاوسونو یا شنو خونو ٣٠ پروژې پرانېزي.

د دغو پروژو د بودجې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي دي.

تر دې مخکې هم دغه وزارت په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د مخنيوي لپاره په بېلابېلو ولايتونو کې ځينې پروژې عملي کړې دي.

XS
SM
MD
LG