د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۵۷

فرانسې په چړو د ۲ ښځو له وژنې وروسته د ترورېزم ضد څېړنې پیل کړي


د فرانسې چارواکي وايي چې وروسته له هغې چې پرون یکشنبه ۲ ښځې د جنوبي ښار مارسي د رېلګاډي په تمځاى کې د يوه تن له خوا د چړې په واسطه ووژل شوې، دوى د ټرورېزم ضد څېړنې پيل کړې دي.

پوليس وايي، حمله کوونکى د هغو سرتېرو له خوا چې په سيمه کې يې ګزمه کوله، په ډزو ووژل شو.

د فرانسې د کورنيو چارو وزير ژيرارد کولمب پرون یکشنبه په مارسي ښار کې خبريالانو ته وويل:

"د وژل شويو دوو ښځو د هويت معلومولو لپاره تحقيقات پيل شوي دي، دا عمل ښايي په خپل ذات کې ترورېستي وي."

د اعماق خبري اژانس په حواله چې له داعش سره ارتباط لري، افراطي ډلې داعش ويلي، د دوى يوه سخت دريځي غړي په دې حمله کې لاس درلود.

د پوليسو سرچينو او عيني شاهدانو ويلي چې حمله کوونکي، د حملې پر مهال د الله اکبر نارې وهلې.

د فرانسې ولسمشر ايمانوئل مکرون ويلي، د دې وحشيانه حملې له کبله سخت په غوسه شوى دى.

د ٢٠١٥میلادي کال له نوامبر مياشتې راهيسې چې په پاريس کې حملې وشوې او ١٣٠ کسان يې ووژل، په فرانسه کې اضطراري حالت دى.

XS
SM
MD
LG