د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۳۳

هسپانيا: په تاوتريخوالي کې ٣٣٧ کسان ټپيان شوي دي


په هسپانيا کې په سلګونو کسان هغه وخت ټپيان شول، چې پوليس په کاتالونيا سيمه کې د خپلواکۍ په اړه د ټولپوښتنې له رايه ورکوونکو سره په شخړه واوښتل.

پوليسو د رايې ورکولو د صندوقونو د ضبط کولو او د خپلواکۍ په اړه د هغې ټولپوښتنې د مخنيوي هڅه وکړه، چې په مادريد کې چارواکو غيرقانوني بللې ده.

د سيمې د محلي حکومت وياند وويل، د هسپانيا د حکومت په تاوتريخوالي کې نن ٣٣٧ کسان ټپيان شوي دي.

بلخوا د کاتالونيا سيمې رهبر کارلوس پوج ديمون نن خبريالانو ته وويل:

”دا د هسپانيا د حکومت په امر د پوليسو له خوا د هغو خلکو پرضد غيرموجه تاوتريخوالى و، چې د رايې ورکولو د صندوقونو، رايو او مرکزونو ساتنه يې کوله. دا نورو ته د هسپانيا وحشتناک تصوير وړاندې کوي او هغه شرم دى، چې تل به مو په ذهن کې وي“

د خپلواکۍ په اړه دغې ټولپوښتنې په هسپانیا کې د اساسي قانون پر سر تر ټولو جدي بحران چې څو لسیزې یې ساری نه و لیدل شوی راپورته کړی دى.

XS
SM
MD
LG