د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۰ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۱۷

عالمیار: د پکتیا د مڼو محصولاتو کې کموالی راغلی


د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، سږکال په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله د مڼو په محصولات کې ۲۰۰۰ ټنه کموالي راغلی.

د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس نصیر عالمیار نن ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، سږکال د مڼو حاصل څه باندې ۱۸ زره ټنه دی، په داسې حال کې چې تېر کال ۲۰ زره ټنه وو.

نوموړي د مڼو د حاصلاتو د کموالي لاملونه داسې بیان کړل:

"دو مهم لاملونه دي لومړی دا چې سږکال په پکتیا کې ګلۍ وشوه او د مڼو ګلان یې ورژول، دوهم د کرنې موسمي او نباتي امراض وو، نو ځکه مڼو ښه حاصل ورنه کړ"

ښاغلی عالمیار وايي، تر دې دمه دوی پاکستان ته د ۷ مېلیونو ډالرو په ارزښت صادرات کړي چې تېر کال دا رقم ۱۷ مېلیونه ډالره وو.

XS
SM
MD
LG