د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۴ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۴۵

ځواک: په لغمان کې د۱۶۰۰ ميلیونه افغانيو په ارزښت پروژې تر کار لاندې دي


د لغمان ولایتي اداره وايي دوی په دې توانېدلي چې د دې ولایت د بيارغونې او پراختيايي کارونو د ترسره کېدو په خاطر د مرکزي ادارې پام راواړوي.

د ولایت ویاند سرحدي ځواک وايي، د ختيځ نورو ولایتونو په پرتله په لغمان کې د بيارغونې پروژې زیاتې او دا بهير په چټکۍ سره روان دی.

ځواک وايي، اوسمهال په دې ولایت کې پر دوه پنځوس لویو او وړو پروژو کار روان دی چې زرګونو خلکو ته په کې د کار زمینه برابره شوې:

"که د ختیځ زون نورو ولایتونو په پرتله په لغمان کې د بيارغونې کارونو ته وګورو نو په دې وروستیو څو میاشتو کې د ولایتي ادارې په هلو ځلو دلته د شپاړلس سووه ميلیونه افغانيو په ارزښت په دوه پنځوس لویو او وړو پروژو کار روان دی چې ډېر شمېر کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې."

د لغمان ولایت اوسېدونکی احمدضيا وايي، د ابادۍ او پراختيا له پلوه اوس پخوانۍ لغمان نه دی دلته ډېر کار شوی.

دی وايي د نورو کلونو په پرتله روان کال د بيارغونې او پراختيا له پلوه ډېر غني دي:

"که دغه د سلطان غازي بابا ښارګوټي ته ځير شو او پخوانی لغمان ځان ته رایاد کړو نو ډېر زیات کار شوی دلته تېرو نورو کلونو کې به هم ډېر زیات کار شوی وي خو سږ کال په دې ولایت کې ډېرې زیاتې پروژې منظورې شوي او خلک له دې کاره ډېر خوښ دي"

د لغمان د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې اوس مهال په دې ولایت کې پر دوه پنځوس لویو او وړو پروژو کار روان دی چې مهمې پروژې د بادپښ او مهترلام عمومي سړک، په مرکز مهترلام کې حلقوي سړک، د لغمان ولایتي روغتون، د عمرزيو سړک، د شهيدانو پُل او د سراج تاریخي کلا رغونه شامل دي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG