د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۶

خوست کې د امريکا پر پوځي اډه د حملې په تړاو يو تن محکوم شو


نيويارک ټايمز د ګڼو نورو امريکايي ورځپاڼو غوندې په خپله يوه تازه ګڼه کې د هغه سړي د محکومېدو په باب ليکنه خپره کړې چې ويل شوي په افغانستان کې يې د امريکا پر يوه يوځي اډه په حمله کې همکاري کړې وه.

د ليکنې په پيل کې راغلي، د ٢٠٠٩مېلادي کال په جنورۍ مياشت کې دوو لارۍ موټرو چې په منفجره موادو بار وو، په خوست ولايت کې د امريکا د پوځ د يوې ليرې پرتې اډې دخولي دروازې ته مخه کړه.

اول موټر دروازې ته نږدې چاودنه وکړه چې يوه اميندواره افغانه ښځه او ګڼ نور کسان يې ټپيان کړل.

د ورځپاڼې په حواله، د امريکايي سرتېرو د وژنې تروريستي پلان هغه وخت شنډ شو چې په منفجره موادو بار دويم موټر د اولې چاودنې له کبله په جوړه شوې کنده کې ولوېد.

نيويارک ټايمز ليکلي، د جمعې په ورځ د امريکا په تکزاس ايالت کې زېږېدلى کس، مُهَنَد محمود الفرخ د القاعده د يوه فعال غړي په توګه د دې حملې په پلان کې په همکارۍ محکوم شو.

دى ښايي په عمري بند محکوم شي.

ليکنه زياتوي، الفرخ چې د تکزاس ايالت په هاستن ښار کې زېږېدلى او په دوبۍ کې لوى شوى، ٣١ کلن دى چې له ٢٠٠٧ څخه تر ٢٠١٤مېلادي کاله پورې يې د القاعده شبکې د بهرنيو عملياتو د قطعې د غړي په توګه فعاليت کړى دى.

د ده په وظيفه کې د دې تروريستي ډلې غړو ته د بسپنې راټولول هم شامل وو.

سټارس اينډ سټرايپس:

په داسې حال کې چې نن په افغانستان کې د عاشورا مراسم دي او دغو مراسمو ته خاص امنيتي تدابير نيول شوي، امريکايۍ ورځپاڼې سټارس اينډ سټرايپس په دې پلمه په خپله تازه ګڼه کې په افغانستان کې پر شيعه ګانو وروستۍ حملې ته اشاره کړې ده.

ورځپاڼې په دې ليکنه کې د کابل په قلعه فتح الله سيمه کې يوې تکيه خانې ته نږدې د جمعې ورځې ځان وژونکى بريد ياد کړى چې په نتيجه کې يې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان شوي دي.

سټارس اينډ سټرايپس ليکي، تر هغې حملې لنډه شېبه وروسته رضاکار امنيتي ساتونکي چې تور کالي يې په تن وو او وسلې يې درلودې، سيمه کلابنده کړه.

په ليکنه کې ويل شوي دغه رضاکار وسله وال د عاشورا مراسمو پر مهال د شيعه ګانو د خونديتوب لپاره ګمارل شوي، دا په داسې حال کې ده چې پر افغان امنيتي ځواکونو اوس دا باور کم شوى چې دا چاره ترسره کړاى شي.

ورځپاڼه تر نسبي کرارۍ وروسته کابل نن سبا په افغانستان کې له خطرناکو ځايونو ګڼي.

ستارس اينډ سټرايپس ليکي، ملګرو ملتونو په اپريل مياشت کې ويلي وو، د ځانمرګو او نورو بريدونو له کبله د افغانستان په سطحه په کابل کې زياتو ملکيانو ته مرګ-ژوبله اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG