د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۷ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۳۲

چارواکي: د فاریاب د غورماچ ولسوالۍ د تصفیې هڅې روانې دي


په فاریاب کې امنیتي ځواکونه وايي، په بشپړ ډول له وسله والو طالبانو د غورماچ ولسوالۍ د پاکولو هڅې کوي.

په شمال کې د ۲۰۹شاهین قول اردو مطبوعاتي مسئول، تورن نصیر احمد بېګا ازادي راډیو ته وویل:

"عملیات په شدت روان دي، زموږ امنیتي ځواکونه د چینیانو له کمپه د غورماچ کمپ ته رسېدلي دي، دا لاره به پاکه شي، ولسوالي به هم ډېر ژر د پولیسو، ملي امنیت او اردو عسکر پاکه کړي."

د فاریاب غورماچ ولسوالي د اګست په میاشت کې وسله والو طالبانو ونیوله.

د جرمني خبري اژانس پرون وویل چې حکومتي ځواکونو د ولسوالۍ مرکز نیولی دی.

تورن نصیر احمد وویل چې وسله وال طالبان په غورماچ کې لا هم خال – خال فعالیت لري خو د افغانستان د امنیتي ځواکونو په وړاندې د مقاومت توان نه لري.

د هغه په وینا، وسله والو طالبانو پر لارو ماینونه ایښي چې د امنیتي ځواکونو پرمختګ یې سوکه کړی دی.

XS
SM
MD
LG