د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۳۳

د هسپانیې په کتلونیه سیمه کې د خپواکۍ په اړه ټولپوښتنه کېږي


د هسپانیې په کتلونیه سیمه کې نن یکشنبه د بشپړې خپواکۍ په اړه ټولپوښتنه کېږي.

د هسپانیې په مرکزي حکومت کې چارواکو د کتلونیه د خلکو دا هڅې پر ډیموکراسۍ "ملنډې" بللې دي.

د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر الفونسو دستیس پرون شنبه وویل چې دا ټول پوښتنه له اساسي قانون سره سمه نه ده او د "دیکتاتورانو خوښې وسیله" يې وبلله.

د ازادي راډیو د بیلاروس برخې خبریال الکسي زناتکویچ پرون د کتلونیه له پلازمېنې، بارسلونا په ټلفوني مرکه کې وویل:

"که زه له سره خبر نه وائ چې ټولپوښتنه پلان شوې، ښايي اصلاً متوجه شوی نه وائ، دلته خلکو خلکو پر بالکونونو د خپلواکۍ بېرغونه را ځړولي خو نور وضعیت نورمال دی."

د مادرید حکومت په کتلونیه کې د رایې ورکولو الکترونیکي سیسټم بند کړی او د رایې ورکولو ډېر پاڼې هم ضبطې شوې دي.

په کتلونیه کې تقریباً پينځه میلیونه او درې لکه کسان د رایې ورکولو په شرایطو برابر دي خو هغو کسانو چې مخالفت يې کړي، ویلي چې رایې نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG