د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۰۳

افغان فوټبالره نادیه ندیم د ښځو د مانچستر سیټي ټیم سره یوځای شوه


افغان فوټبالره نادیه ندیم د ۲۰۱۹ میلادي کال تر پای پورې د ښځو د مانچستر سیټي له ټیم سره یوځای شوه.

اغلې ندیم په خپله رسمي فیسبوک پانه کې لیکلي، د خوښۍ او غرور احساس کوي چې د پیاوړي ټیم غړیتوب یې خپل کړی او له دې وروسته د یوې افغانې په نوم په نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي.

مانچستر سیټي د انګلستان د ښځو د فوټبال له مهمو ټیمونو څخه دی.

نادیه ندیم له تېرو څو کلونو راهیسې، په ډنمارک کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG