د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۰۳

د افغانستان د شفافیت د څاربنسټ: د فساد پروړاندې ملي ستراتیژي ناقصه ده


د افغانستان د شفافیت د څاربنسټ د فساد پروړاندې ملي ستراتیژي نیمګړې ګڼي او وايي چې ولسمشر دې بیا پرې غور وکړي.

د فساد پر وړاندې په ملي ستراتیژۍ کې د مدني ټولنو د نظریاتو په پام کې نه نیول هغه تور دی چې د افغانستان د شفافیت بنسټ یې پر حکومت پورې کوي.

دغه بنسټ وايي، ولسمشر محمد اشرف غني په دغه ستراتیژۍ کې د مدني ټولنو نظریات په پام کې نه دي نیولي، نو ځکه دوی ته د منلو نه ده.

د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ رئیس اکرام افضلي له ځینو مدني ټولنو سره په یوه ګډه ناسته کې وویل، د فساد پروړاندې د مبارزې په ملي ستراتیژۍ کې د مدنې ټولنې نظر نه دی ځای شوی، له دې امله دغه ستراتیژي نیمګړې ده او لاسته راوړنې به هم ونه لري.

د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ رئیس اکرام افضلي
د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ رئیس اکرام افضلي

ښاغلي افضلي وویل:

"له مدني ټولنې سره یې غونډې نمایشتي وې، که افغان حکومت د یادې ستراتیژۍ د پلې کولو لپاره د یوه پیاوړي اداري میکانیزم په جوړلو سره جدي بدلونونه په پام کې ونه نېسي او دغه شان نیمګړې پاتې شي، ناکامه به وي او د فساد پرضد مبارزه کې به، هېڅ لاسته راوړنې ونه لري، له حکومته غواړو چې د فساد پر وړاندې د مبارزې خپلواک کمېسیون د جاکارتا له اصولو سره سم جوړ کړي او که نه د مدني ټولنو سره د تقابل لپاره دې ځان تیار کړي."

دغه بنسټ وايي، حکومت ونه توانېد چې په درې کلونو کې د فساد پروړاندې د مبارزې په نوم ځیني بنسټونه ختم او پرځای يې د فساد پر وړاندې د مبارزې د خپلواک کمېسیون په نوم یوه واحده اداره رامنځته کړي.

د جاکارتا له اصولو سره سم د دغه کمېسیون خپلواکي په دوره یې توګه، په کې د انتصابي کمشنرانو ګمارل او په کې د نړیوالو مشاورینو موجودیت، هغه سپارښتنې دي چې د روڼتیا د څاربنسټ پرې ټینګار کوي.

د افغانستان د روڼتیا د څاربنسټ دغه غبرګون د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د فساد پروړاندې د مبارزې د ستراتیژۍ له تصویبېدو وروسته ښيي.

دغه ستراتیژي د پنجشنبې په ورځ د ولسمشرغني له خوا د قانون د حاکمیت دعالي شورا په ناسته کې تصویب شوه.

د رهبرۍ سالم اصل، په پالیسیو کې روڼتیا، د عدلي او قضايی ارګانونو له خوا د مجرمینو تعقیب، سم مالي مدیریت او په شفافه توګه د اداري اصلاحاتو له لارې د کسانو استخدامول هغه موضوعات دي چې د فساد پرضد په ملي ستراتیژۍ کې پرې ټینګار شوی دی .

په دغه ستراتیژۍ کې راغلي چې په هرو شپږو میاشتو کې به له فساد سره د مبارزې په اړه یوه ناسته جوړېږي.

له نړیوالې ټولنې سره د ملي یووالي د حکومت یوه ژمنه دا ده چې د فساد پروړاندې به دوامداره مبارزه کوي.

کابل ته د ناټو دعمومي منشي او د امریکا د دفاع وزیر د سفر په موده کې، یو ځل بیا له افغان حکومته وغوښتل شول چې د فساد پروړاندې مبارزه په لومړیتوبونو کې راولي.

له دې سره سره د افغانستان د روڼتیا د څاربنسټ وايي، د فساد پروړاندې د مبارزې ملي ستراتیژي، یوه نمایشي کړنه ده، حکومت له فساد سره د مبارزې رښیتنې اراده نه لري او یوازې د نړیوالې ټولنې پام ځان ته را اړوي.

د مدني ټولنې او د افغانستان د څاربنسټ نظریاتو ته د نه پاملرنې ادعا په داسې حال کې کېږي چې پخوا تر دې د فساد پروړاندې د مبارزې د شبکې په نامه یوې مدنې ټولنې ازادي راډیو ته ویلي چې په دغه سراتیژۍ کې، مدني لیدلوري په پام کې نیول شوي دي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، دغه ستراتیژي، د افغانستان د روڼتیا د څاربنسټ او مدني مسؤلینو د نظریاتو په پام کې نیولو سره جوړه شوې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاندوی د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د افغانستان د څاربنسټ دغه ادعا چې ګواکې په ستراتیژۍ کې د دوې نظریات نه دي اخېستل شوي، یو سیاسي نظر دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاندوی د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي
د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاندوی د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي

ښاغلی مرتضوي وایي:

"د څو اوونۍ مخکې غونډه کې د څاربنسټ استازی موجود و او د پنجشنبې په ورځ ښاغلي افضلي هم د ستراتیژۍ د لاسلیک پرمهال اعتراض نه درلود، د دغه سند په متن کې د څار لپاره ځانګړی میکانیزم ځای شوی دی، هغه څه چې د شفافیت د څاربنسټ یې وايي، سیاسي چلند دی، رسنۍ او مدني بنسټونه کولای شي چې د دغه سند پلي کېدل وڅاري، له مدني ټولنې وغوښتل شول چې ځانګړې طرحه له حکومت سره شریکه کړي چې پر ستراتیژۍ ښه څار ولرو."

که څه هم ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د فساد پروړاندې په ملي ستراتیژۍ کې ځانګړي میکانیزمونه ځای شوي او دغه ستراتیژي د مدني او عدلي او قضايي بنسټونو له نظره تېره شوې، خو د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې یوه غړی ګل احمد مددزي د افغانستان د روڼتیا د څاربنسټ په ګډه ناسته کې وویل، دغه ستراتیژي له حقوقي پلوه ستونزې لري او باید اصلاح شي.

خو نوموړي د دغو ستونزو په اړه جزیات ورنه کړل.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG