د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډلو ترمنځ دوهمه یوه ورځنۍ لوبه د اورښت له کبله بې نتیجې اعلان شوه.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د بنګله دېش د ۱۹کلنې لوبډلې افغان لوبډلې ته په لومړۍ يوه ورځنۍ لوبه کې، د ۱۴۵منډو په توپير ماتې ور کړه او لوبه یې وګټله.
د کرکټ بورد ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په پام کې ده د افغان نولس کلنه لوبډله د روان م کال د اکتوبر په ۲ نېټه بیاهم له بنګله دېش سره لوبه وکړي.
له دغو لوبو څخه هدف د ۱۹ کلونود اسیا او نړیوالو اتلولیو سیالیو تیاری دی.
یادې لوبې د سپټمبر په ۲۸ نېټه پيل او د اکتوبر په ۶ مه پای ته رسېږي.