د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۰۰

د روسيې مخالف سياستوال ناوالني: خپل لاريونونه به روان ساتو


د روسيې مخالف سياستوال الکسي ناوالنې ژمنه کړې چې خپلو لاريونونو ته به دوام ورکوي.

په دغو لاريونونو کې به په ټوله روسيه کې په زرګونو کسان ګډون کوي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د مسکو پوليسو پرون ناوخته دى له توقيف څخه خوشې کړ.

د روسيې مخالف سياستوال الکسي ناوالنې د روسيې په پلازمېنه مسکو کې تر لس ساعته توقيف وروسته پرون ناوخته خوشې شو.

له دې اقدام سره په نيژني نوفګورود سيمه کې د لاريون پر مهال د ده د وينا مخنيوى وشو.

ناوالنې ته امر شوى چې په پرله پسې ډول د غيرقانوني مظاهرو د تنظيم په تور د دوشنبې په ورځ په رسمي ډول د محاکمې غونډې ته حاضر شي.

د جمعې په ورځ په مسکو کې د ده له کوره بهر د ده تر نيول کېدو وروسته ناوالنې په يوه ويډيو کې چې د ده پر انسټاګرام خپره شوې ويلي:

الکسي ناوالني
الکسي ناوالني

"زه غواړم د نيژني نوفګورود له ټولو اوسېدونکو بخښنه وغواړم چې ونه توانېدم په لاريون کې برخه واخلم، ځکه کرملېن له دې غونډې چې په پام کې وه نن وشي، سخت په وېره کې دى."

ناوالنې په مسکو کې د پوليسو له ماموريت بهر خبريالانو ته وويل، موږ به له خپلو فعاليتونو لاس وانخلو، که هر څومره خنډونه هم په مخکې وي.

ده وويل په پام کې لري، په هغو مظاهرو کې چې د اورالس په اورينګبرګ کې نن او سبا په شمالي ښار ارچان ګيلسک کې په پام کې دي- برخه واخلي.

ناوالنې تېر کال اعلان وکړ چې غواړي د جمهوري رياست هغو انتخاباتو ته چې د ٢٠١٨مېلادي کال په مارچ مياشت کې په پام کې دي، ځان کانديد کړي.

٤١ کلن الکسي ناوالني چې د ولسمشر ولاديمير پوتين له سرسختو منتقدانو څخه دى، د روسيې په بېلابېلو برخو کې د کمپاين لپاره تر ٦٠ زيات دفترونه پرانيستي دي.

که څه هم د روسيې د انتخاباتو مرکزي کمېسيون په جون مياشت کې اعلان کړى و چې ناوالنې د کومې څوکۍ لپاره د مبارزې پر شرايطو برابر نه دى، ځکه دى په مالي جرمونو تورن دى؛ خو ناوالنې ويلي دا تورونه سياسي انګېزه لري.

ناوالني په ټويټر کې ليکلي دي، کرملېن له رايه ورکوونکو سره زما غونډو ته د يوه لوى ګواښ په سترګه ګوري، ځکه هېڅوک تر هغو چې پيسې ورنه کړل شي، دولت-پلوه غونډو ته نه ورځي.

الکسي ناوالني تر دې وړاندې هم نیول شوی.
الکسي ناوالني تر دې وړاندې هم نیول شوی.

په وروستيو مياشتو کې الکسي ناوالنې او د هغه کارکوونکي، دغه راز ملاتړي په وار- وار د مظاهرو پر مهال د پوليسو له خوا نيول شوي دي.

د ده پر ځينو ملاتړو حملې هم شوي يا له قانوني تعقيب سره مخامخ دي يا هم چارواکو نور فشارونه ورباندې راوستلي دي.

XS
SM
MD
LG