د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۷ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۲:۳۸

مسؤلین: په بغلان کې سږ کال د نفتي موادو او ګازو عواید زیات شوي


د بغلان د نفتي موادو او ماېع ګازو مسؤلین وایي، سږ کال په دغه ولایت کې د تېرکال په پرتله ۱۲ سلنه د نفتي موادو او ماېع ګازو په عوایدو کې زیاتوالی راغلی دی.

د دغې ادارې مدیر جهانګیر جوان نن شنبه ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د ۱۳۹۶ لمرېز مالي کال په ۹ میاشتو کې له کمېشن او دغه شان د دغې ادارې په جایدادونو کې د دوکانونو له کرایو څخه دوی ۱۱ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانۍ ترلاسه کړي چې دا رقم تېر کال نهه مېلیونه او ۹۰۰ زره افغانۍ و .

ښاغلی جوان وايي، د نفتي موادو او ماېع ګازو ادارې د دغوعوایدو یوه برخه د زړو وسپنو له خرڅلاو څخه هم ترلاسه کړې ده.

XS
SM
MD
LG