د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۳۶

عاشور: افغانستان د امریکا په بیه لرونکو پاڼو کې پانګه اچونه کړې


د افغانستان بانک د لومړي ځل لپاره د امریکا په بېه لرونکو پاڼو کې د څه باندې ۵۰ مېلیونو ډالرو په ارزښت پانګونه کړې.

د دغه بانک ویاند ایمل عاشور نن شنبه ازادي راډیو ته وویل، له دې درکه دوی ته ګټه رسېدلې او هم دغه پاڼو کې د پانګونې لپاره هېڅ راز د خطر ګواښ نشته.

ښاغلي عاشور زیاته کړه:

"تر اوسه پورې مو ۵۰ مېلیونه او ۱۵ زره ډالره د امریکا په بېه لرونکو پانو کې پانګونه کړې، دا هغه پاڼې دي چې درجه یې «3A» ده، ویلي شو چې دا پاڼې ریسک نه لري او په لوړه کچه په کې اطمنان موجود دی."

ښاغلی عاشور وايي چې په بېه لرونکو پاڼو کې په نړیوالو بازارنو کې لویې پانګونې کېږي او دغه پاڼې معافیت او مصنوعیت هم لري.

نوموړی وایي، د افغانستان بانک غواړي چې دغې چارې ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG