د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ تله ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۵۱

امرخېل: په غزني کې ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي


د غزني ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي په دغه ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو د هوايي او ځمکنيو عملیاتو پرمهال د وسله والو طالبانو د یو مهم قوماندان په ګډون ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د پولیسو ویاند فهیم امرخېل نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې یاد وسله وال تېره ورځ په قره باغ او اندړو ولسوالیو کې وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د دغه عملیاتو پرمهال افغان ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG