د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۲۷

یو امریکايي له القاعده شبکې څخه په ملاتړ مجرم وپيژندل شو


یو امریکایي د القاعده شبکې په ملاتړ او په افغانستان کې په یوه ناکامه ځان وژونکي برید کې د برخې اخیستو په تور مجرم وپېژندل شو.

څارنوالانو ویلي دي چې یو دیرش کلن مهند محمود الفرخ په نیویارک کې منصفه هیئت د امریکایانو په وژنه کې د همکارۍ، د ډله ییزې وژنې له وسلو څخه د ګټې اخیستنې او د یوې بهرنۍ ترورستي ډلې د ملاتړ په تور پرون مجرم وپېژانده.

محکمه به خپله وروستۍ پرېکړه د جنوري په یولسمه وکړي او غالباً به الفرخ په عمري حبس محکوم شي.

خو د ده مدافع وکیل پرون رویټرز اژانس ته وویل چې موکل به یې استېناف ته مخه کړي.

څارنوالانو ویلي دي چې الفرخ په دوه زره اووم کال کې له القاعده شبکې سره د یوځای کېدو او د امریکایانو د وژلو په نیت پاکستان ته سفر کړی و.

XS
SM
MD
LG