د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۰ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۴۰

د ازبکستان رسنۍ: ولسمشر غني تاشکند ته ځي


د ازبکستان د دولتي رسنیو په وینا، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تاشکند ته ځي.

د افغانستان جمهوري ریاست یوې سرچینې دا خبر تائید کړ خو ويې ویل چې د سفر دقیق وخت لا نه دی ټاکل شوی.

د ازبکستان دولتي ویب پاڼې «podrobno.uz» د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف په حواله لیکلي چې تاشکند ته د ولسمشر غني د رسمي سفر پر جزئیاتو کار روان دی.

کاملوف ویلي چې د دواړو هېوادونو ولسمشران به د کابل او تاشکند ترمنځ د سیاسي درک زیاتولو، د اقتصادي اړیکو د پراختیا او سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې وکړي.

کاملوف څرګنده کړې چې دواړه به د مخابراتو او ټرانسپورت په برخه کې په څو پروژو کې د ازبکستان او افغانستان د شراکت پر امکان هم خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG