د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ تله ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۴۸

د روسیې پولیسو سياسي مخالف الکسي ناوالني نیولی دی


د روسیې پولیسو د دې هېواد د حکومت سياسي مخالف آلکسي ناوالني نیولی دی.

ناوالني په انسټاګرام کې لیکلي چې پولیسو دی هغه وخت ونیوه چې له کوره ووت او غوښتل یې ولګا ښار ته ټرن ونیسي.

د راپورونو له مخې، الکسي ناوالني چې غوښتل تر انتخاباتو مخکې په یوه لاریون کې ګډون وکړي نن سهار نیول شوی دی.

ناوالني په ټولنيزو رسنیو کې لیکلي چې پوليسو ورته ويلي: د يوې مرکې په خاطر باید د پوليسو ماموریت ته لاړ شي.

د راتلونکي کال په مارچ مياشت کې په روسيه کې ولسمشريزې ټاکنې کېږي خو له اوس څخه د ولاديمير پوتین د بريا وړاندوينه کېږي. د ښاغلي پوتين سياسي مخالفينو سر له اوسه په لاريونو لاس پورې کړی دی.

XS
SM
MD
LG