د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۴ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۵۱

هند کې د ممبي ښار د یوه اورګاډي په تمځای کې ۲۲ تنه وژل شوي


هندي چارواکو ویلي چې لږ تر لږه ۲۲ تنه د ممبي ښار د الفینسټون اورګاډي په تمځای کې تر پښو لاندې شوي او ساه یې ورکړې ده.

په دې پېښه کې چې د خلکو د ګڼې ګوڼې په سبب شوې ۳۶ نور ټپيان هم دي.

پولیسو ویلي، دا پېښه په هغه هوايي پله شوې چې د رېل په پټلۍ تیرېږي.

په دې تمځای کې معمولاً په هغو ساعتونو کې چې خلک دندو ته ځي او راځي بیروبار زیات وي.

چارواکو ویلي چې زیات شمېر خلک د سخت اورښت په سبب د پله د چتر لاندې ټول شوي و چې د یوه کس د مړه کېدو تر اوازې وروسته ګډوډي رامنځته شوه او ګڼ کسان تر پښو لاندې شول.

XS
SM
MD
LG