د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ تله ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۴۶

فراه کې مخالفینو پر هغه کاروان برید کړی چې بکواه ته روان و


د فراه ولایت امنیتي چارواکي وایي چې د جمعه په سهار یې د دولت د وسله والو مخالفینو پر هغه کاروان برید کړی چې د بالابلوک ولسوالۍ څخه د بکواه ولسوالۍ پر لوري روان و.

د فراه د والي ویاند محمد ناصر مهري وایي چې دغه برید د هوایي ځواکونو په وسیله په یوه دښته کې شوی چې د سهار تر ۱۱ بجو پورې یې دوام کړی.

د مهري په خبره په دغه برید کې هغه ۱۲ موټره په نښه شوي چې تېره شپه د بالابلوک ولسوالۍ ته راغلي وو او پر یوې امنیتي پوستې یې برید کړی وو چې د دغه برید په پایله کې تر ۲۰ تنو زیات د دولت وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

تر اوسه د دولت وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د فراه ولایت امنیتي چارواکو تائید کړې چې په بالابلوک ولسوالۍ کې تېره شپه د دولت وسله والو مخالفینو په برید سره ۷ تنه افغان سرتیري وژلي دي.

XS
SM
MD
LG